
اسلام اباد 10 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف نړیوالو غر سر كوونكو ته په پاکستان کښې د غر سر كولو بلنه ورکړه او په دې برخه کښې یې د حکومت د مرستي او ډاډ ګېرنې کولو سره ووئيل پاکستان د غر سر كوونكو او مهم جویانو لپاره اهميت لرونكے ځاے دے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د قطر وړومبۍ غر سر كونكې شیخه اسماء الثانی سره د خبرو په مهال وکړه ، چا چې په دې وروستیو کښې نانګا پربت سر کړو او د زيارت په ورځ يې وزيراعظم سره ملاقات وكړو ۔وزیراعظم شیخه اسماء الثانی ته د خلیج او قطر لومړۍ غر سر كونكې په توګه د نانګا پربت په سر کولو اعزاز مبارکي ورکړه۔ وزیراعظم د هغې غير معمولي همت او عزم وستائیلو او د مهم جویۍ او غر سر كولو سره په ټوله نړۍ کښې يې د ځوانانو او په خاص توګه د ميرمنو خپلواكۍ له د هغې د كردار ستائنه وكړه ۔وزيراعظم د پاکستان قدرتي ښكلا رامخې ته كولو لپاره د شیخه اسماء الثانی د پاکستان د غرونو او سیلګرۍ لپاره د برانډ سفیرې په توګه وټاکله۔ وزیراعظم ووئیل د نړۍ 14 ترټولو لوړو څوکو څخه 5 په پاکستان کښې دي ، چې دا نه یوازې د پاکستان لپاره د ویاړ خبره ده بلکه دا د غر سر كوونكو او مهم جویانو لپاره یو مهم ځاے دے ۔ ده د پاکستان د زړه راښکونکو غرونو په خوښولو او د هغې ښکلا ته د نړۍ پام را ګرځولو کښې د شیخه اسماء د د قدر وړ كردار مننه وکړه۔ پاکستان او قطر ترمينځه د ملګرتيا په اړيكو زور راوړلو سره وزیراعظم ووئيل د شیخه اسماء کامیابی د دواړو هېوادونو ترمينځه د جرأت، مثبت عزائم او استقامت د شريكو اقدارو عکاسي ده۔ ده ایډونچر ټورازم، لوبو او د ځوانانو شمولیت په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته پراختيا وركولو كښې خوښي څرګنده كړه۔ وزیراعظم د شیخه اسماء الثاني مساوی موقعو په تخلیق كښې د جینډر مساوات کمیشن نائب صدر په توګه فعال کردار وستائېلو۔ وزیراعظم نړيوالو غر سر كوونكو لپاره د حکومت د اړخه د روانې مرستې پخلي كولو سره د ټولو ضروري سهولیاتو ، حفاظت او ميلمستيا باور وركړو۔وزیراعظم شیخه اسماء له سباؤن كښې د نورو غرونو لپاره پاکستان ته د راتللو او متنوع او د ښكلو منظرونو دریافت کولو بلنه وركړه۔ شیخه اسماء الثاني په تود هركلي كولو د وزیراعظم او پاکستانی اولس مننه وكړه ۔ د نانګا پربت غر سر كولو ذکر سره يې د ځائې پورټرز او ګائیډز مرسته وستائېله۔دې د کے ټو، كوم چې هغې سر كرے په سر كوونكو ټولو څوكو كښې ښه غر ګرځولو سره ووئيل د دې غر ښكلا مثالي ده۔ دغسې وزیراعظم د شیخه اسماء الثانی لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔