
بیجینګ 10 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاءُالله تارړ او د چين د کمونست پارټي د مرکزي کمیټې د پبلسټی ډیپارټمنټ ډپټي هيډ ٬ وزیر او د نېشنل ريډيو اينډ ټيلي وژن ایډمنسټرېشن (این آر ټی اے) ساؤ شو مِن سره د زيارت په ورځ ملاقات كړے ۔ ملاقات كښې د پاکستان او چين ترمنځه د دوه اړخیزې ميډيا مرستي په پراختیا، د جعلي خبرونو مخنیوي، تربيتي پروګرامونو او د کلتوري تبادلو په نوو امکاناتو تفصیلي خبرې اوشوې۔دواړو مشرانو د ميډيا په برخه کښې روانه ملګرتیا د باور وړ وګرځوله ۔ وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ ووئيل د پاکستان میډیا د ابلاغ په میدان كښې د چین تجربو څخه ډير څه زده كوي۔ده ووئيل ډیجیټل میډیا، پبلك سروس براډکاسټنګ او د كلتوري مواد ترویج كښې د چين مرسته د ستائني وړ ده۔ ملاقات كښې دې خبري ته اتفاق وشو چې فیك نیوز او ډس انفارمیشن مخنيوي لپاره د چین او پاکستان سرکاری نشریاتی ادارو ترمينځه رابطو او شريكو نشریاتي منصوبو ته به پراختيا وركولې شي۔ ډلو د فیك نیوز په ضد شريكه بيانيه او تکنیکی تربیې او ادارہ جاتی اشتراك ته هم اتفاق وكړو۔ د ملاقات په مهال د چائنا سینټرل ټیلی ویژن (سی سی ټی وی) او د پاکستان ټیلی ویژن (پی ټی وی) ترميينځه معلوماتی تبادلې او مرستي ته ودې وركولو له په لوظنامه هم خبري وشوې۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل د دې لوظنامې د لارې به د دواړو ادارو خبرونه، دستاویزی فلمونه، تربیتی مواد او تکنیکی معاونت كښې اشتراك زيات شي۔ده ووئيل د اوسني پاك هند تاؤ ترېښوالي په مهال چین او پاکستان ځوانانو د يو بل سره د بشپړه يووالي څرګندونه كړې كومه چې په سوشل میډیا وائرل شوې ۔ دغسې پاك چين اقتصادي راهداري (سی پیك) دواړو هېوادونو د روښانه سباؤن محور وګرځولو۔ ملاقات كښې د ډیجیټل انفلوئنسرز د پاکستان او چین دورې په اړه هم خبرې وشوي۔ وفاقي وزير ووئيل ډیجیټل دور كښې د سوشل میډیا نمائندګانو تبادلې سره به د اړيكو نوي دور پېل شي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاکستان د ميډيا مرستي له عملي شكل وركولو له چمتو دے۔ ده ووئيل پاکستان ټیلی ویژن، ریډیو پاکستان او قامي خبر رسنه ادارہ اے پی پی د چین پرمختګ ، بیلټ اینډ روډ انیشی ایټو، سی پیك، كلتوري رابطو او شريكي مرستي قصې د پاکستان او چین اولس ته په ښه ډول ورسولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل پی ټی وي د چین په ژبه كښې پروګرامز، ډاکومنټریز او نیوز رپورټونه اردو كښې په نشر کولو سره د دواړو قومونو ترمينځه فکری او ثقافتي پل جوړوي دغسې د اے پی پی چائنا نیوز سروس د چین تر وګړو د پاکستان بیانیه په ښه ډول ورسولو كښې مهمه كاميابي ترلاسه كړي۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل د دواړو هېوادونو میډیا ادارې د چین او پاکستان اولس يو بل ته رنزدې كولو ، معاشرتی تفهیم ته ودې وركولو اود شريكۍ همغږي زياتولو ذریعه ثابتيږي۔ده ووئيل میډیا او كلتور په میدان كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستي زيات امکانات شته كوم چې د فعال ادارہ جاتی مکینزم د لارې مخ په وړاندې تللے شي۔په دې موقع د چین عهدیدار ساؤ شو من ووئيل چین پاکستان د باور وړ شراکت دار ګڼي۔ده ووئيل پاکستان او د چین میډیا ادارې د شريكو تجربو تبادلو سره سره لا نزدې كيدے شي۔ده ووئيل میډیا او د ټیکنالوجی په څانګو كښې مرسته د دواړو هېوادونو لپاره ګټه وره ده۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځھ ه د تهذیبی تبادلې او د جدت په شان سرخطونو د شريكې بيانيي په جوړولو هم خبرې وشوې۔ دواړو ډلو دې خبري ته اتفاق وكړو چې میډیا، كلتور او د اولسي رابطو څانګي د پاك چین ملګرتيا نوره هم زياتولې شي او دغه هڅي به د شريكي تګلاري ترمخه نوري هم مستحکمولې شي۔