پاكستان د يمن په اوږد مهاله بحران اندېښنه ښكاره كړه ٬ د تاو تريخوالي كمولو لپاره د خبرو د لارې د سياسي ٬ انساني او سماجي و اقتصادي چېلنجونو په مخ نيوي زور

ملګري ملتونه 10 جولائي (اے پي پي) پاكستان د يمن په اوږد مهاله بحران د سختې اندېښنې څرګندونې سره د تاو تريخوالي كمولو لپاره د جامع خبرو اترو د لارې د سياسي ٬ انساني او سماجي و اقتصادي چلېنجونو په مخ نيوي زور راوړے دے۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستات مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد سلامتي كونسل ته ووئېل د كلونو شخړو يمن د بے پناه ستونزو سره مخ كړے دے او سياسي تقسيم ٬ اقتصادي تباهۍ او ماحولياتي انطاط د هغوي حالت لا پسې بد تر كړے دے۔ هغه ووئېل د يمن شخړو پراخه سيمه ايز اړخونه رانيولې دي٬ د كومو چې په نړيوال امن او سلامتيا سنګين مضمرات راغلي ۔ خپله تبصره كښې ده ووئېل صورتحال سمدستي ٬ اجتماعي او تعميري اقدام ته ضرورت لري ۔ هغه ووئېل د جديدې دښمنۍ خطر د امن لپاره روانې هڅې د خطر سره مخ كولې شي او د وګرو ستونزې لا زياتوالې شي ۔ په دې لړ كښې د پاكستان استازي په ټولو ډلو زور راوړو چې هغوي د دسمبر 2023 تګلاره جوړه كړي كومه چې د يو تل پاتي سياسي حل لپاره د اعتبار جوګه بنياد وركوي ۔ هغه زور راوړو چې ټول سټېك هولډرز دې د سياسي تعطل ماتولو لپاره هلې ځلې ګرندۍ كړي او د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې د يمن ملكيت او د يمن قيادت له د سياسي عمل پلو پرېكنده عمل له وړاندې تلل پكار دي۔ په بحري بېړيو او د وګړو د بنيادي ډهانچې بشمول په اوسني تاو تريخوالي او بريدونو د سختې اندیښنې څرګنونې سره د پاكستان استازي د سيمه ايز امن و استحكام برقرار ساتلو لپاره په تاو تريخوالي كښې د كمي ٬ د سفارتكارۍ او خبرو اترو په سمدستي ضرورت زور راوړو۔ هغه ووئېل منځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره په غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ او د نړيوال قانوني جواز تر مخه د فلسطنيانو د رياست احساس لرلو لپاره زر او د اعتبار وړ اقدات ته ضرورت دے۔