د امرېكې ټېكساس ايالت كښې د سېلاب څخه د مرګونو شمېره 120 ته ورسېده

واشنګتن۔ 10 جولائي (اے پي پي) د امرېكې ټېكساس ايالت كښې د تباهۍ كونكې سېلاب څخه د مرګونو شمېره 120 ته ورسېده۔ د متحده امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه ځايي چارواكو تصديق كولو سره ووئېل ډ ټېكساس په يوازې يو كاؤنټي كير كښې د جمعې په ورځ راغلي سېلاب كښې 96 كسان مړه شوي ٬ چې پكښې 36 كوچنيان هم شامل دي۔ د ټېكساس ګورنر ګريك ايبټ بيان كښې ووئېل د خلقو مرستې لپاره د 200 نه زيات اهلكار په ځائے كړے شوي ۔ هغه ووئېل د تېرې اوونۍ راغلي سېلاب څخه پېدا شوے صورتحال مينځنے ټېكساس ٬ هل كنټري ٬ بګ كنټري او كونچو وېلې پشمول د ايالت پېلې سيمې متاثره كوي۔ ډ چارواكو تر مخه د سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرګونو زياتېدو اندیښنه ده ۔