
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار قامي معيشت كښې د پومبې مركزي كردار بحالولو او د كروندګرو لپاره د فصل ګټه ښه كولو له د عمل وړ اقدامات په حاجت زور راوړے۔د خارجه دفتر وياند د اړخه د شورو په ورځ د جاري شوې پريس رېليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ضروري او ګټورو فصلونو په اړه د كابينه كمېټۍ درېمې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې د پومبې پلان 26-2025 جاج واخستلے شو۔د نېشنل فوډ سيكورټي او ريسرچ وزارت ته سپارښتنه وشوه چې راروانه اونۍ كښې دې فالو اپ غونډه راوبللې شي دغسې چې د پومبې ويليو چين په اړه د ټولو سركاري او نجي څانګې شراكتدارو له د ګډون كولو بلنه وركړی شي او په سفارشات عملدرآمد باوري كولو له د عمل وړ تجاويزونه وړاندې كړې شي۔كمېټۍ د 2025 لپاره د غنمو پېداواري اندازې٬كيري فاروډ سټاك او د كال 26-2025 لپاره د غنمو د قامي ضرورياتو جاج هم واخستلے شو۔په دې مهال ووئيل شول قامي طلب پوره كولو لپاره د غنمو زيات مقدار موجود دے۔په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت٬د خزانې او منصوبه بندۍ وزيرانو٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه پشمول د قامي او غذائي تحقيق او تحفظ او د تجارت وزارت او د ايف بي آر چارواكو ګډون وكړو