د اطلاعات وفاقي وزیر عطاالله تارړ د نړیوالو تهذيبونو د مكالمې په وزارتي غونډه کښې ګډون لپاره بیجینګ ته ورسېد

بیجینګ 09 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاالله تارړ د شورو په ورځ د نړیوالو تهذيبونو د مكالمې په وزارتي غونډه کښې د ګډون لپاره بیجینګ ته رسېدلے ۔ دا غونډه د جولائی په 10 او 11 نېټه د چین د کیمونسټ پارټي د مرکزی کمېټۍ پبلسټی او انټرنېشنل ډیپارټمنټس او د چین خارجه وزارت په اشتراك سره كيږي ۔ د نړیوالو تهذيبونو مكالمه د چین صدر شي جین پینګ په وژن اډانه د نړيوالو تهذيبونو د اقدام برخه ده ۔د اطلاعات وفاقي وزیر عطاالله تارړ به”سولائزیشن ایکسچینج اینډ میوچل لرننګ -ثقافتی وراثت او جدت“ په سرخط ذیلی فورم ته خطاب هم كوي۔د وفاقی وزیر په مکالمه كښې ګډون د كلتور، میډیا او جدت په څانګو كښې د بېلو تهذیبونو ترمينځه د مکالمې او مرستي ته د ودې وركولو اهمیت څرګندونه ده۔ د خپلي دورې په مهال به وفاقی وزیر د سی پی سي سینټرل کمېټۍ پبلسټی ډیپارټمنټ ډپټی ہیډ، نېشنل ریډیو اینډ ټیلی ویژن ایډمنسټریشن ٬ د چائنه پارټی سیکریټری او وزیر کائو شو من سره ملاقات هم كوي چې پكښې به د پاکستان او چین ترمينځه د میډیا مرستي په وده خبري اتري كوي۔ دې نه ځانله د كلتوري تبادلو او شريك افهام و تفهیم نوو موقعې په لټولو به هم د خيالاتو څرګندونه كيږي۔ د اطلاعتن وفاقي وزیر د اعلیٰ پائې دستوره كښې ګډون د چین او پاکستان قیادت او د اولس ترمينځه د قوي خپلولي او د دواړو هېوادونو د تهذیبی مکالمې ودي له د شريك سوچ عکاسي ده۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقی وزیر ووئيل د تهذیبونو ترمينځه مکالمه د نړيوالي همغږۍ، امن او پرمختګ بنياد دے، پاکستان به په دې عمل كښې خپل فعاله کردار ترسره كوي۔ده ووئيل د پاکستان او چین ترمينځه د میډیا او كلتور په ره مرسته د دواړو هېوادونو اولس رانزدې كولو ذریعه جوړيږي۔ وفاقی وزیر ووئيل دا غونډه په ټوله نړۍ كښې د تهذیبونو ترمينځه د شريك احترام او زدكړي جذبې ته د ودي وركولو ځانګړې موقع ده