د وزیراعظم شهباز شریف سره د قامي اسمبلۍ غړو محمد ادرېس او د سردار غلام عباس جلا جلا ملاقات ، د اړوندو سيمو په چارو خبرې

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د قامي اسمبلۍ غړو محمد ادرېس او سردار غلام عباس جلا جلا ملاقاتونه كړي او په دې مهال يې د اړوندو سيمو په چارو خبرې اترې كړي ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقاتونو په مهال د هېواد په مجموعي سیاسي صورتحال بحث وشو۔ ملاقاتونو كښې د پبلك افیئرز یونټ وفاقی وزیر رانا مبشر اقبال او وزیر اعظم خاص مرستيال طلحه برکی هم موجود وو