
پېښور 09 جولائي(اے پي پي) د پخوانې اولمپیئن شاهد شنواري په مشرۍ كښې د سواتي ګيټ مشرانو د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره ملاقات كړے۔پلاوي كښې د عوامي نېشنل پارټۍ لارښود٬ملك عزيز الله او د سيمې مشران موجود وو۔پلاوي د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ته سواتي ګيټ او اړوندو سيمو كښې د بحلۍ ناروا لوډشيډنګ مخ نيوي لپاره د اقدامات پورته كولو خواست وكړو۔د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي پلاوي ته باور وركړو چې د ستونزو ازالې لپاره به هر ممكن مرسته كولې شي