د امرېكې ټېكساس ايالت كښې د سېلاب په مهال د بې دركه كسانو شمېره 161 ته ورسېده

واشنګټن ۔9 جولاي (اے پي پي) د امرېكې په تېكساس ايالت كښې ج سېلاب د لاسه د مرګونو شمېره د 161 نه زياته شوه۔ د اے ايف پي تر مخه ګورنر ګريك ايبټ حبردارے وركړے چې د بې دركه كېانو فهرست زياتېدې شي۔ ده ووئېل يوازې په كېر كاونټي كښې 161 كسان بې دركه دي ٬ هغه ووئېل دا شمېره د دوستانو ٬ خپلوانو او ګاونډيانو د اړخه په رپورټڼګ مبني ده ۔ كير ګاونټي كومه چې په مينځني ټيكساس كښې د فلډ ايلي په نامه مشهوره سيمه ده تر ټولو زياته متاثره شوې چرته چې 94 مرګونه شوي دي۔ هغه ووئېل د نهې په مازيګر په 5 كېبونو كښې مېشته انجونه او يو مشير لا اوس هم بې دركه وو٬ دغسې يو بل ماشوم چې د كېمپ سره يې تړون نه ؤ هغه هم بې دركه دے۔