په پاكستان كښې د افغان كډوالو موجودګي اوس د عمل وړ نه ده٬ د دوي ستنېدل زمونږ ترجيح ده

اسلام آباد 22 جون (اے پی پی)د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز وئېلي دي چې په پاكستان كښې د افغان كډوالو موجودګي اوس د عمل وړ نه ده٬ د دوي ستنېدل زمونږ ترجيح ده٬ تر دريو لسيزو كوربتوب كولو سره مو د خېر سګالې او فياضي څرګندونه كړې٬ د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د پولې موثر منېجمنټ د امنيت له نظره ډېر ضروري دے۔ده دا خبرې د شورو په روځ د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كشمنر فلپو ګرانډي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره پھ اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔خارجه سلاكار ووئيل چې د ټولو كډوالو وطن ته ستنېدل زمونږ ترجيح ده۔ده ووئيل چې دوه كاله وړاندې پھ افغانستان كښې سياسي بدلون افغان كډوالو ته د ستنېدو او د افغانستان په رغونه كښې د عملي برخې اخستلو موقع وركړی وه۔د ملاقات پھ مهال د افغان كډوالو په ورو ستنېدو په وسيلو او موثره پلان په كمي د نړيوالې ټولنې پھ عدم دلچسپۍ د كډوالو ستنېدو لپاره په ټاكل شوي موده او نورو چارو بحث وكړی شو۔پھ ملاقات كښې پھ دې خبره زور راوړولې شو چې د پاكستان د سباؤن د پريكړو او د پالېسۍ انحصار به پھ افغان دولت٬يو اېن اېچ سي آر او د نړيوالو مرستندويه ډلو پھ اقداماتو او پلانونو وي۔هائي كمشنر د 37 كلونو نه د افغان كډوالو په كوربتو كولو د پاكستان د تاريخي خدمت او مېلمستيا مننه وكړه