پېنډي 08 جولائي (اے پي پي)د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو وئېلي دي پاكستان او چين تاريخي او آزمائېلې شوې اړيكې لري د كومو جرړې چې په شريك باور٬تزويراتي هم آهنګي او سيمه ايز امن استحكام لپاره په شريكو خواهشاتو اډانه دي۔د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د چين پيپلز لبريشن آرمي ايئر فورس چيف آف سټاف ليفټيننټ جنرل وانګ ګينګ په مشرۍ كښې د يو اعلٰی كچ دفاعي پلاوي د ايئر هيډكوارټرز اسلام آباد كښې د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬سيمه ايز سلامتيا صورتحال او دوه اړخيزه مرستې زياتولو په طريقو په خاص توګه فضائي طاقت او آپريشنل هم آهنګۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ايئر چيف د خاص مېلمه تود هركلې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان او چين تاريخي او آزمائېلې شوې اړيكې لري د كومو زيلې چې په شريك باور٬تزويراتي هم آهنګي او سيمه ايز امن استحكام لپاره په شريكو خواهشاتو اډانه دي۔لېفټيننټ جنرل وانګ ګينګ ته د پي اے ايف جديد فورس ډهانچې٬سټريټجك اقدامات او د آپرېشنل نظريې ارتقاﺀ په اړه يو جامع بريفنګ وركړے شو ۔ د پاك فضائيه مشر د دواړو فضائي ځواكونو ترمينځه د ملګرتيا قوي رشتې هم پخلے وكړو او تربيت٬ټېكنالوجي او آپرېشنل په څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره يې د پاك فضائيه د عزم پخلے وكړو۔جنرل وانګ ګينګ د آپرېشنل تيارو ٬ اعلٰی پيشه واريت او پاك فضائيه جدي ترين صلاحيتونه وستائېل۔هغه د پاك فضائيه ملټي ډومين آپرېشنز ښه نظام څخه په خاص توګه متاثره شو۔هغه دا جدي د فضائي جنګ پېژندګلو وګرځوله او د پي ايل اے اے ايف ملټي ډومين آپرېشنز كښې د پاك فضائيه د جنګ تجربو څخه زده كړه كښې يې خوښۍ ولره۔د پي اے ايف مشر پيشه ورانه ذهانت او د تزويراتي دور انديشۍ ستائېلو سره د خاص مېلمه هند سره د اوسني شخړی په مهال د پاك فضائيه مثالي كاركردګۍ ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده د ايئر چيف په مشرۍ كښې د پي اے ايف پائلټس لخوا وركړی شوي پرېكنده او په زړه پورې ځواب وركولو ستائنه وكړه او دا يې د جارحيت مقابله كښې درستګۍ٬نظم او ضبط او د مړانې مثال وګرځولو۔دغسې دا ملاقات د پاكستان او چين مرستې او په جدت اډانه مرستې د لارې د آزموده سټريټجك شراكتدارۍ مخ په وړاندې بوتللو له شريك عزم ثبوت دے