د بلوچستان ليوېز ډائرېكټر جنرل د سرمايه كارۍ بورډ دوره ٬ په امنيتي چارو د خيالاتو څرګندونه

كوئټه ۔8 جولائي(اے پي پي) د بلوجستان ليوېز ډائرېكټر جنرل عبدالغفار مګسي د بلوجستان سرمايه كارۍ بورډ دوره وكړه٬ جرته جې هغه د وائس چيئرمېن بلال خان كاكړ سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د بلوچستان په لرې پرتو سيمو كښې د سرمايه كارو په امنيت او د باور جورولو په چارو خبرې وشوې۔ وائس چيئرمېن بلال خان كاكړ ووئېل د هېواد او غېر ملكي كمپنۍ د بلوچستان په بېلو څانګو لكه معدنيات٬ صنعت ٬ د تجديد وړ توان٬ كر كېله او سېلګرۍ كښې زياته خوښي لري ۔ هغه په دې خبره زور راوړو جې د بلوچستان حكومت سرمايه كارو ته ساز ګار ماحول پېدا كولو لپاره پاليسي معاونت ٬ د انفراسټركچر ښه كولو او موثر امنيت ته خاص پام لرنه كوي۔ هغه ووئېل بي بي او آئي ټي د سرمايه كارو سهولت لپاره د ون ونډو سهولت كار كردار ادا كوي او د بېلو حكومتي ادارو تر مينځه موثر رابطې باوري كوي۔ هغه ووئېل د بلوجستان قدرتي وسائل او اسټرېټجك اهميت د سرمايه كارۍ بلها موقعې رامخې ته كوي او د ښه واكمنۍ او د قانون نافذ كوونكو ادارو تر مينځه د مرستې څخه د سرمايه كارو باور زياتېږي۔په دې مهال ډي جي لېوېز د بي بي او آئي ټي د سرمايه كارۍ د ودې هلې ځلې وستائبلې او وائس چيئرمېن له يې د امن په اړه د مكمل مرستې بارو وركړو۔ هغه ووئېل لېوېز فورس به د سرمايه دارو او سرمايه كارو سره نزدې مرستې سره د سرمايه كارۍ عمل محفوظ او موثر جوړولو لپاره خپل كردار ادا كوي۔