خېبرپښتونخوا٬ د قامي اسمبلۍ د مېرمنو په دوو مخصوص چوكو به د كاغذات جمع كولو سلسله د سبا نه پېل شي

پیښور ۔8 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د مېرمنو په دوو خالي مخصوص چوكو به د نامزدګۍ كاغذونو د جمع كولو لړۍ د سبا شورو ورځې نه پېل شي٬ د الېكشن كمېشن خېبرپښتونخوا تر مخه د مسلم ليګ په كوټه په قامي اسمبلۍ كښې د مېرمنو په دوو مخصوص چوكو د انتخابي شېډول تر مخه نن د نهې په ورځ ريټرنګ آفيسر ٬ جوائنټ صوبائي الېكشن كمېشنر محمد فريد آفريدي پبلك نوټس جاري كړو ۔ د 9 جولائي نه به د نامزدګۍ كاغذونه جمع كول پیل شي او تر لسمې جولائي به روان وي۔ په يوولسمه جولائي به د كانديدانو فهرست جاري كولې شي او په 14 جولائي به د كاغذات جانچ پرتال كېږي ۔ دغسې الېكشن كمېشن ته به د كاغذات مسترد كولو يا منظورولو اپېل كېدے شي او تر 21 جولائي په دغه پرېكړې كېدې شي او په 24 جولائي به حتمي فهرست جاري كولې شي۔