پیښور۔8 جولاي (اے پي پي) د پیښور هائي كورټ جسټس ايس ايم عتيق شاه د پیښور هائي كورټ چيف جسټس په حېث سوګند پورته كړو۔د سوګند پورته كولو دستوره ګورنر هاوس كښې وشوه۔ د ګورنر هاوس نه جاري بيان تر مخه دستوره كښې ګورنر د جسټس ايس ايم عتيق شاه نه د چيف جسټس پیښور هائي كورټ په حېث سوګند واغست۔ په دستوره كښې وزيراعلې سردار علي امين ګڼډاپور هم ګډون كولو۔ په دې مهال ګورنر چيف جسټس له مباركي وركړه او د هغه لپاره يې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د سوګند پورته كولو دستوره كښې جسټس صاحبانو ٬ د سېفران وفاقي وزير امير مقام ٬ په خېبر پښتنوخا اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر ډاكټر عباد ٬ صوبائي وزيرانو ٬ چيف سېكرټر ي شهاب علي شاه ٬ آئي جي ذوالفقار احمد او نورو لوړ پورو ګډون وګړو۔