
ملګري ملتونه۔08جولائي (اے پي پي) چين د نړيوالې ورورولۍ نه د افغانستان د جامع او معروضي صورتحال د جاج اغستو غوښتنه كړې ده۔ د چائنا ګلوبل ټېلې ويژن نېټ ورك (سي جي ټي اين ) راپور تر مخه ملګرو ملتونو كښې د چين نائب مستقل استازي ګينګ شوانګ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې د افغانستان په مسئله د نظر ثانۍ كولو په مهال په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي د افغانستان د صورتحال جامع او معروضي جاج واخلي۔ هغه ووئېل افغانستان دا وخت د امن او بيا رغونې د كليدي پراؤ نه تېرېږي او د هغوي مجموعي صورتحال مستحكم دے ٬ د دغې سره افغانستان دا وخت د انسانيت ٬ ترقۍ ٬ بشري حقونو ٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د مېرمنو د حقونو او مفادات بشمول نورو څانګو كښې د څرګندو چلېنجونو سره مخ دے۔ چين اپيل كوي چې روايتي عطيه كوونكې ٬ به خاص توګه هغه فريق په چا چې د افغانستان د موجود صورتحال لپاره تاريخي ذمه وارۍ پراتي دي خپله مالي سرمايه كاري زياته كړي او د دوه اړخيزه ٬ ګڼ اړخيزه او سيمه ايزې مرستنې ميكانزم د لارې د افغانستان د خپلواكه ترقۍ صلاحيت زيات كړي۔ ده ووئېل اړوند هېوادونه دې په افغانستان يو اړخيزه او غبر قانوني بندېزونه ختمولو سره د افغانستان بهر هېوادونو كښې پرتې اثاثې په غېر مشروط توګه بېرته وركړي دغسې چې د افغانستان لپاره مالياتي نظام د سره بيا رغونې او معاشي ترقۍ لپاره حالات پېد كړے شي۔ ده زور راوړو چې نړيوال دې افغان عبوري حكومت سره روابط او تبادلې زياتې كړي او خبرې اترې دې وړاندې بوتللې شي او باور دې زيات كړے شي ٬ دغسې ټول فرېقېن دې د اندېښنو موثر حل ولټوي او د افغان عبوري حكومت دې لارښونه وكړي