د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د طالبانو څخه د بشري حقونو او د نړيوال قانون پاسدارۍ له ،د ترهه ګرۍ په ضد د پريكنده اقدامات له قرار داد منظور كړو

ملګري ملتونه 08 جولائی (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د طالبانو څخه د بشري حقونو او نړيوال قانون پاسدارۍ له او د ترهه ګرۍ په ضد او د انساني بحران خاتمې له د پريكنده اقدامات په مطالبات اډانه قرار داد په اکثریت سره منظور كړے دے۔ د جنرل اسمبلۍ په قرار داد د شميري په مهال د قرار داد په ملاتړ كښې د پاکستان ووت پشمول 116 ووټونه رامخې ته شول ، 12 غړي هېوادونه غیر حاضر وؤ او 2 هېوادونو اسرائیل او امریکې د قرار داد په مخالفت كښې ووټ وركړو،هند په قرار داد شميره كښې برخه وانغستله۔ قرارداد كښې د طالبانو اقتدار له د بېرته راتللو په نزدې څلور كاله موده كښې افغانستان ته په پېښو ګڼ اړخيزه بحرانونو رڼا واچولې شوه چې پكښې د افغانانو لپاره په د زياتې نه په زياته نړيواله مرسته او په امن و استحکام بيا د سره د زور راوړلو غوښتنه وشوه ۔د قرارداد شرائطو تر مخه د 193 كسېزې اسمبلۍ د پرله پسې تشدد او د القاعده ٬ اسلامك ستېټ ان عراق اينډ دې ليوانت(آئي اېس آئي ايل/داعش)غوندې ترهه ګرو ډلو او د هغوي ذيلي تنظيمونو داعش خراسان او د تحريك طالبان پاكستان ټي ټي پي په شته والي خپل سخت تشويش ښكاره كړو او غوښتنه يې وكړه چې افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو فعاليتونو لپاره د خوندي ځايونو جوړېدو اجازه دې ورنه كړې شي۔قرارداد كښې افغانستان كښې انساني٬سياسي او د پرمختيائي كردار ادا كوونكو ترمينځه د كوټلي نقطه نظر په ضرورت زور راوړلے شو او هلته په ټولو ميرمونو او انجونو په زياتېدونكې پراخه او منظم جبر د سختو اندېښنو څرګندونې سره د طالبانو نه غوښتنه وكړې شوه چې هغوي داسې پالېسۍ په بيړه بدلې كړې كومې چې مېرمنې د تعليم٬ملازمت او اولسي ژوند نه لرې كوي۔ په دې موقع د پاکستان استازي د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه وكړه چې هغوي طالبان په خپلو وعدو قائم ساتلو له په ګډه خبره وكړي چې پكښې د كوم هم هېواد په ضد د افغان خاورې كارولو اجازه نه وركول او د ترهه ګرۍ نه پاك مستحكم او د خوشحال افغانستان شريك مقصد باوري كول شامل دي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي په جنرل اسمبلۍ كښې د افغانستان په صورتحال يو بحث كښې د طالبانو څخه د بشري حقونو احترام باوري كولو او د نړيوال قانون د پاسدارۍ ٬ د ترهه ګرۍ او د بشري بحران خلاف د پريكنده ګامونو غوښتنه وكړه۔ده ووئېل د تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي) ترهه ګرو د اړخه د افغانستان څخه په پاكستان كښې د دراندازۍ هڅې روانې دي ٬ زمونږ سره د ټي ټي پو او نورو ډلو لكه بي ايل اے (بلوچستان لبرېشن آرمي) او د هغوي د مجيد برېګېډ تر مينځه د مرستې ( د كومو مقصد چې د پاكستان سټرېتېجك انفراسټركچر او د اقتصادي ترقۍ كښې خنډان راولاړول دي) د اعتبار وړ ثبوت شته۔ده ووئيل څلور لسيزې پس افغانستان كښې د جنګ ختمېدو باوجود د مايوسۍ او يرې عنصر موجود دے٬افغان اولس پرله پسې د ستونزو ښكار دے۔بندېزونه ٬ د بانكونو غېر فعاله نظام٬ليكويډيټي بحران٬غريبي٬انساني مرسته كښې كمے٬ترهه ګري٬نشه اي توكي او د بشري حقونو اندېښنو د هغوي ژوند بدتر كړے دے٬د افسوس خبره دا ده چې ترهه ګر زياتره پراكسيز له افغان خاوره د نورو هېوادونو په خاص توګه د پاكستان په ضد كاروي۔په داسې صورتحال كښې افغانستان په خپل حال نشي پرېښودلے كېدے۔مونږ په دې حقله د دوحه عمل او ډي فيكټو چارواكو سره منظم روابطو له د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې د كېدونكو هلو ځلو هركلے كوو٬د افغانستان په حقله د يو جامع او جامع فريم ورك سمدستي ضرورت دے كوم چې په متوازن ډول ټولو مسائلو ته يو ډول پام لرنې كولو سره سيمه ايزې اندېښنې هم لرې كړي۔پاكستاني استازي ووئيل افغانستان كښې د بشري تباهۍ مخ نيوے وړومبې پام لرنه پكار ده٬د افغانستان په حقله د 2025 د انساني ضروريات او رسپانس پلان په شديد ډول ناكافي دے چې پكښې تراوسه د پكار 2.42 بلين ډالرو كښې 15.7 فيصد ترلاسه شوي ۔پاكستاني استازي په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي دې منصوبې له پكار فنډ وركري۔د هغه وينا وه پاكستان د څو لسيزو نه د لاكهونو افغانانو كوربتوب كړے۔اګست 2021 راهيسې نور لس لكه غېر دستاويزي كسان هېواد ته داخل شوي چې ورسره د نورو مسئلو نه علاوه د امن او امان خدشات هم راپیدا شوي٬زمونږ په نظر كښې بايد نړيواله ورورولي دا بار په زيات منصفانه ډول تقسيم كړي۔ استازي د افغان معيشت او بيكنګ نظام په بحالولو هم زور راوړو چې پكښې په امريكا كښې ضبط كړې د افغانستان مالياتي اثاثې غېر كنګل كول او تجارت او سرمايه كاري ممكن كول شامل دي۔په دې اړه د خپل كردار په توګه پاكستان د تجارت زياتولو او سيمه ايزو رابطو اقدامات لكه د TAPI، CASA-1000، ازبکستان-افغانستان-پاکستان ریلوے او سي پېك تر افغانستان پراختيا له لوظي دے۔ده ووئيل بايد مونږ دا اومنو چې يوه داسې اتهارټي شته كوم چې د افغانستان خاوره كنټرول كوي٬كومې لپاره چې كوم د باور وړ چېلنج نشته ٬ بايد د دې ډول اقدامات څخه ډډه وكړي كوم چې په افغانستان كښې يوه بله شخړه راپورته كړي چې ورسره ټوله سيمه متاثره كېدې شي٬مونږ له د دې خبرې باوري كولو ته اړتيا ده چې خرابي لرونكې افغانستان كښې دننه يا بهر څخه چرته چې هم وي٬ د عدم استحكام او د ترهه ګرۍ زياتولو څخه منع كړے شي۔د افغانستان څخه ترهه ګري د ګاونډيانو او په خاص توګه د پاكستان لپاره خطر ده ٬ده دا خبره په ګوته كړه چې داعش خراسان د افغان چارواكو په نخښه كول دوامداره ساتلې دغسې نور ترهه ګر تنظيمونه پشمول د القاعده٬فتنه الخوارج٬ټي ټي پي او بلوچ عسكريت خوښي ډلې د افغانستان څخه كاروائي كوي۔د پاكستان استازي ووئيل 6 زره جنګيالي لرونكې ټي ټي پي د ملګرو ملتونو تر ټولو لويه ترهه ګرهه ډله ګرځولې ده كومه چې د افغانستان څخه كار كوي او د پاكستان قامي سلامتيا لپاره خطر ده٬ بايد افغانستان د كوم بل هېواد په ضد د ترهه ګرۍ محفوظ پټن ځايے جوړ نه شي۔ده ووئيل په افغانستان كښې د نړيوالو عسكرو د اړخه پرېښودلې شوې جديد وسله او د جديد آلات لويه ذخيره د پاكستان قانون نافذ كوونكو ادارو ضبط كړې ٬ دغه وسله د پاكستان په ضد بريدونو لپاره استعمالېدله۔ د پاكستان استازي واضحه كړه چې پاكستان د خپلو وګرو حفاظت او سلامتيا باوري كولو لپاره به هر ممكن اقدام كوي۔ پاكستان د خپلو نړيوالو ذمه وارو په خاص توګه د مېرمنو حقونو او زيات سماجي او سياسي شموليت پورا كولو له د افغان چارواكو سره د نړيوالو هيلو مكمل اشتراك لري۔ پاكستان په مېرمنو او انجونو د پرله پسې بندېزونو كوم چې د روايت په ضد دي د تعليمي هلو ځلو او موقعو لپاره هم مرسته روانه ساتلې ده ٬ ده نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې د طالبانو په خپلو لوظونو قائم ساتلو لپاره دې هغوي سره په ګډه خبره وكړي شي چې پكښې د كوم هم هېواد په ضد د افغان خاورې نه كارېدو او د ترهه ګرۍ څخه پاك په مېرمنو او انجونو د پرله پسې بندېزونو د پاك مستحکم او سوكاله افغانستان شريك مقصد باوري كول شامل وي۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد جنرل اسمبلۍ كښې د افغانستان په صورت حال بحث كښې طالبانو څخه د انسانی حقونو احترام باوري كولو، د نړيوال قانون پاسدارۍ ، د ترهه ګرۍ او انساني بحران په ضد د پريكند اقدامات غوښتنه هم وكړه ۔پاکستاني استازي واضحه كړه چې پاکستان د خپلو وګړو حفاظت او سلامتیا باوري كولو لپاره به هر ممکن اقدام کوي،پاکستان د خپلو نړيوالو ذمه وارو او په خاص توګه د ميرمنو د حقونو او زیات سیاسي او سماجي شمولیت پورا کولو لپاره د افغان چارواكو څخه د نړيوالي ورورولۍ د هيلو تر سره كولو ،مونږ په ميرمنو او جينكو پرله پسې د بنديزونو كوم چې د نړيوال اصول او اسلامی روایاتو څخه متصادم دي،په اړه سنجیدہ يو۔ده ووئيل پاکستان د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی هلو ځلو او موقعو مرسته هم كوي،دا مهال 4,500 افغان زدكوونكي دې موقعو څخه مستفید كيږي چې پكښې زياتره انجونه شاملې دي۔د پاکستان استازي ووئيل افغانستان كښې چې كوم څيز د طاقت د لارې ترلاسه كيدے نشي هغه د تنهائی،بنديزونو یا مالی جبر د لارې نه شي ترلاسه كيدے،د دې برعکس زياتېدونكې غريبي او لوږه يوه نوې شخړه او تشدد پيدا كولې شي او د كډوالو او بے كوره شوو يوه نوې انخلا راپیدا کيدې شي د كوم چې د افغانستان كوم هم ګاونډي ایډجسټ كولو په پوزیشن كښې نه دے۔