پیښور08 جولائي (اے پي پي ) پېښور هائي کورټ خیبرپختونخوا اسمبلۍ كښې د مخصوص چوكو وېش په ضد د مسلم لیګ (ن) په دائر کړي درخواست د فریقین دلائل په تر سره كېدو پړېكړه محفوظ کړې ده ۔ د جسټس سید ارشد علي او جسټس ډاکټر خورشید اقبال دوه كسيز بنچ د کیس سماعت وكړو ۔ د سماعت په مهال د الیکشن کمیشن سپیشل سیکریټري لاء محمد ارشد، وکیل الیکشن کمیشن محسن کامران، د مسلم لیګ (ن) وکيلان عامر جاوید، بیرسټر ثاقب رضا، د جے یو آئي وکیل نوید اختر او نور فرېقېن عدالت كښې وړاندې شول ۔ په سماعت مکمل كېدو عدالت فیصلہ محفوظ کړه ، كومه به چې په ټاكلي وخت اورولې شي۔