بيجنګ 08 جولائي (اے پي پي)د پاكستان لوبډله د انډر18 آسيا كپ سيمي فائنل ته رسېدلې ده ۔پاكستان بنګله دېش ته پول ميچ كښې د 3 په مقابل كښې په 6 ګول سره ماتې وركړه او ګروپ كښې يې وړومبے پوزېشن تر لاسه كړو ۔د چين دازهو ښار كښې لوبو كښې انډر 18 مينز آسيا كپ كښې پاكستان بنګله دېش ته د 3 په مقابل كښې په 6 ګولونو سره ماتې وركړه ۔پاكستان لخوا عبدالله اعوان او علي حنظله دوه دوه ګولونه او آسام حېدر او عاطف علي يو يو ګول وكړو٬ د بنګله دېش لخوا اسماعيل حسين 2 او دين اسلام يو ګول وكړو ۔پاكستان به سبا د جولائي په 9مه نيټه څلورم او د پول وروستے ميچ د چين په ضد كوي