د خېبر پښتونخوا وزیراعلی كوچی بازار كښې د اور لګيدلو له امله د 4 كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 08 جولائی (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزیراعلی علی امین ګنډاپور د پېښور په كوچی بازار كښې د اور لګيدلو له امله د څلورو كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي ده ۔ده په حق رسيدليو كسانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔دغسې ده د غمجنو كورنيو سره د يووالي او د ژوبل كسانو زر رغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔