د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډی سره د آزاد جموں او كشمیر وزیر فیصل ممتاز راټھور ملاقات ،په سیاسی صورتحال د خيالاتو څرګندونه

پېښور 08 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډی سره د آزاد جموں او كشمیر وزیر او پی پی پی لارښود سردار فیصل ممتاز راټھور ملاقات كړے٬ په دې مهال په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د پېښور ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا په سياسي صورتحال او آزاد جموں و كشمیر كښې د پیپلز پارټي په تنظیمی چارو هم د خيالاتو څرګندونه شويې۔ فیصل كریم كنډی ووئيل آزاد كشمیر كښې د پیپلز پارټي د مقبولیت ښكاره ثبوت دا دے چې مهم سیاسی شخصیات په ګوند كښې شموليت كوي،راروانو ټاكنو كښې به پی پی پی كشمیر كښې د يو مقبول ګوند په توګه رامخې ته شي او وزیراعظم به جیالا وي۔