د سوريه صدر د متحده عرب امارات دوره، صدر شیخ محمد بن زاید سره ملاقات

ابوظهبی 08 جولائی (اے پی پی) د سوريه صدر احمد الشراع د متحده عرب امارات سركاری دورې په مهال د متحده عرب امارات صدر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره د ابوظهبی په قصر الشاطی كښې ملاقات كړے ۔ اردو نیوز له مخې ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو او په خاص توګه ترقیاتي و اقتصادي څانګو كښې اشتراك زياتولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع دواړو لارښودو د سيمي په تازه صورتحال او د شريكي خوښي په په سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كړې او مينځني ختيز كښې د امن ، سلامتیا او استحكام ته د ودي وركولو اهميت يې رامخې ته كړے ۔د امارات صدر شیخ زاید د سوريه او اولس مرسته رواني ساتلو په اړه د خپل موقف پخلے وكړو كوم به چې د سوريه پرمختګ او روښانه سباؤن لپاره مرستياله وګرځي۔د سوريه صدر د امارات قیادت مننه كولو سره د شیخ محمد بن زاید د سوريه اولس په اړه مخلصانه جذبات وستائېل۔