غزه كښې روان انساني بحران نظر انداز كېدے نشي ٬ سعودي عرب

ريوډي جنيرو 08 جولائي(اے پي پي) سعودي عرب وئېلي دي د اسرائيل د اړخه په غزه كښې د وګړو او د صحت د بنيادي ډهانچې په نخښه كول د نړيوال بشري قوانين بيخي خلاف ورزي ده او د نړيوالو ضوابطو په ښكاره توګه چېلنج كول دي۔ د العربيه تر مخه دا خبره د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان تېره ورځ د برازيل په ښار شهر ريوډي جنيرو كښې 17 م د بركس سر مشريزې غونډې په مهال خطاب كښې وكړه۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې غزه كښې انساني الميه نظر انداز كېدې نشي۔ نړيواله ورورولي دې خپلې ذمه وارۍ پورا كولو سره د مرستې رسونه او د تش لاسي وګړو حفاظت باوري كړي۔ ده ووئېل د بحران ختمولو او د جامع او تل پاتي امن لپاره به نړيوالۍ ورورولۍ له سنجيده هڅې كول وي۔ او دا امن يوازې په دوه ريساتي حل راتللے شي۔ سعودي له په دې غونډه كښې بركس كښې د شموليت بلنه وركړې شوې ده ۔ د سعودي خارجه وزير ووئېل سعودي عرب په نړيوال پېلټ فارمز د تعميري مرستې كولو خوښې لري دغسې چې د شريكې ترقۍ او موقعو څخه په زړه پورې سباون بنياد كیښودلے شي۔ ده ووئېل د ملحولياتي بدلون په حقله د ملګرو ملتونو د فرېم ورك كنونشن او پېرس لوظنامې څخه د تړون عزم كولو سره ده په دې خبره زور راوړو نړۍ له د بېلو هېوادونو حالات تر مخه متوازن او د عمل وړ تګلاره خپلول غواړي۔ ده ووئېل سعودي عرب كوم چې د اوبو كمي غوندې ماحولياتي چېلنجز سره مخ دے په دې حقله جديد ټيكنالوجي او طرېقې خپلې كړې دي۔