
اسلام آباد۔8 جولاي (اے پي پي) خارجه سېكرټري آمنه بلوچ سره د افغانستان د خارجه وزارت فرسټ پوليټيكل ډويژن ډائرېكټر جنرل مفتي نور احمد نور ” د پاكستان افغان سياسي مشاورت” د وړومبي پراؤ په كاميابۍ تر سره كېدو ملاقات كړے دے ٬ د خارجه دفتر تر مخه سېكرټري آمنه بلوچ په دې مهال خبرو كښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د اړيكو په ژورلو ٬ د اندېښنو لرې كولو او د منطقې امن او خوشحالۍ ته ودې وركولو له په باقاعده ورابط زور راوړو۔