
پېښور 07 جولائی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی سره د پاکستان پیپلز پارټي لارښود او نوموړي سیاسی و سماجی شخصیت ډاكټر عالم زیب مومند په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات كړے۔پلاوي ګورنر ته ووئيل د ضلع مومند 25 كلي د فاټا انضمام په نتيجه كښې ضلع مومند، چارسدہ او پېښور كښې تقسیم کړے شوي، څو كلونو راهسې مونږ پرمختيائي كارونو څخه محروم يو۔۔پلاوي غوښتنه وكړه چې مومندو كښې دې د بے نظیر انکم سپورټ پروگرام کارډز بندولو پشمولو نوري مسئلې حل كړې شي۔پلاوي سره خبرو كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ووئيل د 18م بدلون نه پس وسائل صوبو ته منتقل شوي خو د ګورنر هاؤس د وفاقي محکمو په اړه د مسئلو حل كښې بشپره مرسته كوي۔ ده د پلاوي د مسئلو په اړه اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه۔