د انصاف وركولو كښې د بار او بنچ مثبت کردار ټولنه كښې ښه والي لپاره ضروری دے۔فیصل کریم کنډي

پېبښور 07 جولائی (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي د انصاف وركولو كښې د بار او بنچ مثبت کردار ټولنه كښې ښه والي لپاره ضروری دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د مټه بار پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔پلاوي د جنرل سیکرټری حیات اللہ په مشرۍ كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی سره ملاقات وکړو۔ فیصل کریم کنډي ووئيل پیپلز پارټي د رائے څرګندوني په آزادۍ، انصاف وركولو او مستحکم جمهوریت باور لري، د عدلیې بحالۍ تحریك كښې د وكيلانو سره د پیپلز پاړټي کردار د نه هيرولو دے۔ده د مټه بار وكيلانو ته د پېښو مسئلو په اړه د خپل اړخه د مرستي باور وركړو۔