د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب په مشرۍ كښې په نېشنل ټیرف پالیسۍ عملدرآمد په اړه د سټیئرنګ کمېټۍ غونډه

اسلام آباد 07 جولائی (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب په مشرۍ كښې په نېشنل ټیرف پالیسۍ عملدرآمد لپاره د جوړي سټیئرنګ کمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزاني وزارت كښې وشوه۔په غونډه كښې د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان، د پټرولیم وزير علی پرویز ملك، د سټیټ بینک آف پاکستان ګورنر او د خزاني وزارت پشمول د نورو وزارتونو ، ډویژنو او ادارو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔د غونډي په پېل د خزاني وزير د جامع ټیرف اصلاحات په اهمیت زور راوړولو سره ووئيل نېشنل ټیرف پالیسی د پاکستان د تجارتی پالیسۍ بنیادی ستن ده۔ده په ډاګه كړه چې دا پالیسی به راروانو 5 كلونو كښې تجارت خپلواكه كولو، برآمدات زياتولو او د هېواد صنعت مسابقتی صلاحیت ښه كولو له كوټلې روډ میپ وركړي۔ سینیټر اورنګزیب ووئيل د وزیر اعظم په سپارښتنه جوړي دې سټیئرنګ کمېټۍ له ذمه واري وركړې شوې چې په پالیسۍ عملدرآمد، د زرمبادله پانګو صورتحال او صنعتی څانګه مرحله وار منتقل كولو له پرله پسې نګرانی وكړي او په دې كښې لارښوونه وكړي۔په غونډه كښې د ګډون كوونكو د اړخه د ټولو ادارو په شريكه مرسته د نېشنل ټیرف پالیسۍ موثره نفاذ لپاره د كار كولو او د پاکستان تجارتی مسابقت او صنعتی پرمختګ ته د ودي وركولو د عزم څرګندونه وكړه۔