
x
پېښور 07 جولائی (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی وئيلي دي ګورنر د صوبې د اولس ترجمان دے، پیپلز پاړټي عمر له د اولسي مسئلو حل كولو او د حقونو خبره كړې ده ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د صوبائی اسمبلۍ پخواني غړي خالد وقار چمکنی په مشرۍ كښې د يو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پیپلز پاړټي صوبائی صدر محمد علی شاہ باچا ، ډویژنل صدر مصباح الدین خان ، د ضلع جنرل سیکرټری خالد اچړ او نور عهدیدار ، کاركندن او د سيمي سماجی شخصیات په دې موقع موجود وو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ووئيل لوډ شیډنګ تر ټولو لويه وجه د ریکوری نه كول دي ، واپډا چارواكو ته سپارښتنه شوې چې زياتره سيمو كښې وګړي بل ادا كوي خو لوډ شیډنګ كيږي، واپډا چارواكي او د سيمي مشران دې په ګډه دا مسئله حل كړي۔ده ووئيل د ګاز مسئلې دې هم حل كړې شي، د مسئلې نه حل كيدو سرکاری عهدیدار او اولس دواړه قصور وار دي بايد مونږ زمكيز حقائق معلوم كړو۔ده پلاوي ته ووئيل يوه كمېټي جوړه كړئ،چې پكښې د اړوندو ټولو محکمو سره د غونډي كولو انتظام اوشي دغسې چې مسئلې حل شي۔په دې موقع د جمعیت علمائے اسلام پی کے 11 صدر قیصر خان ، د ماشوخیل صدر جانثار خان ، مسافر خان او د ماشو ګګر صدر عرب نواز خان سره د ملګرو په پاکستان پیپلز پارټي كښې د شمولیت اعلان وكړو