وزيراعظم ته د ايف بي آر او انټيلي جنس بيورو د ټيكس غلا او ذخيره اندوزۍ په ضد په آپريشنز رپورټ وړاندې كړے شو٬ په شريكو هلو ځلو 178 ارب روپۍ ريكور شوي ٬شهباز شريف د ټيكس وصولو كښې زياتوالي لپاره د اقدامات ډاډګيرنه وكړه

اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د ايف بي آر او انټيلي جنس بيورو د ټيكس غلا او ذخيره اندوزۍ په ضد په آپريشنز رپورټ وړاندې كړے شوے چې پكښې وئېلې شوي دي د شريكو هلو ځلو څخه 178 ارب روپۍ ريكوري ممكن شوې او وزيراعظم شهباز شريف د ايف بي آر او انټيلي جنس بيورو د ټيكس وصولو كښې اضافې لپاره د اقدامات ډاډګيرنه كړې ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل هېواد كښې د ټيكس آمدن زياتوالي لپاره به ټولو ادارو له په ګډه كار كول وي٬د پاكستان معاشي استحكام د ډلې په شريكو هلو ځلو ممكن شوے٬د هېواد معاشي پرمختګ او د اولس خوشحالۍ لپاره به هم ټولو له په ګډه كار كول دي۔ دغسې وزيراعظم شهباز شريف ته د ايف بي آر او انټيلي جنس بيورو د ټيكس غلا او ذخيره اندوزۍ په ضد په آپريشنز رپورټ وړاندې كړے شو۔رپورټ كښې وئېلي شوي د انټيلي جنس بيورو او ايف بي آر په شريكو هلو ځلو 178 ارب روپۍ ريكوري ممكن شوې۔ دې اقدامات څخه د كمپنو انضمام او ټيلي كميونيكېشن په څانګه كښې د بقاياجات په مد كښې د ټيكس آمدن 69 ارب روپۍ زيات شوے۔رپورټ كښې دا هم وئېلي شوي د انټيلي جنس بيورو لخوا د چينو ٬ د ځناورو خوراك٬مشروبات٬د خوراك تيلو ٬تماكو او سيمنټ په څانګو 515 چهاپې وهلې شوي٬د دې كاروائيو په نتيجه كښې د ټيكس غلا هڅې ناكامه كولو سره 10.5 ارب روپۍ اضافي ټيكس وصول كړے شوے ۔رپورټ كښې دا هم وئېلې شوي انټيلي جنس بيورو د ذخيره اندوزۍ او څيزونو بيعو كښې په مصنوعي توګه د اضافې هڅې ناكامه كولو لپاره د چينۍ٬سرې او غلې په څانګو كښې 13 زره څخه زيات آپرېشن كړي او اپرېل 2022 نه تراوسه 99 ارب روپو څخه زيات غېر قانوني ذخيره شوي څيزونه په قبضه كښې اخستلې شوي دي