
اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د اتصالات ډلې ته د پاكستان معيشت بېلو څانګو كښې د لا سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئېلي دي د امارات كمپنو پشمول ټولو بهرنيو سرمايه كارو كمپنو ته هېواد كښې كاروبار دوسته ماحول وركول او د سرمايه كارۍ لا موقعې وركول زمونږ وړومبۍ پام لرنه كښې شامل دي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د امارات ټيلي كميونيكيشن كمپنۍ اتصالات ډلې سي اي او حاتم دويدار په مشرۍ كښې پنځه كسيز پلاوي ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال وزيراعظم د اتصالات ډلې ته د پاكستان معيشت بېلو څانګو كښې د لا سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه ۔ده ووئيل حكومت به په دې لړ كښې ټولې آسانۍ وركوي٬ متحده عرب امارات او پاكستان په شريك كلتور٬ورورولۍ او مذهبي اقدار اډانه زړې اړيكې لري٬اماراتي كمپنۍ د پاكستان معيشت كښې د ډېرې مودې څخه سرمايه كاري كوي٬د امارات كمپنو پشمول ټولو بهرنو سرمايه كارو كمپنو ته هېواد كښې كاروبار دوسته ماحول وركول او د سرمايه كارۍ لا موقعې وركول زمونږ وړومبې پام لرنه ده ۔سي اي او حاتم دويدار د اوسنې حكومت سرمايه دوست پالېسو په سبب نړيوال كمپنو لپاره په پاكستان كښې ښه كاروباري ماحول وركولو په بابله وزيراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔ده ووئيل اتصالات ډله پاكستان كښې د تېرو 19 كلونو څخه كاميابه سرمايه كاري كوي او نور كاروبار او سرمايه كارۍ له خوښي لري٬زمونږ په كمپنۍ كښې 10 زره څخه زيات پاكستاني د قدر وړ خذمات ترسره كوي٬مونږ پاكستان كښې سباؤن كښې د تل پاتي او كاميابې سرمايه كارۍ لپاره عزم لرو۔په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډر٬د خزانې وزير محمد اورنګزيب٬د آئي ټي وزيره شزا فاطمه خواجه او د اړوندو ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو