پاكستان او متحده عرب امارات ګورننس او پبلك سيكټر انوويشن كښې د تجربو تبادلې د لارې مرستې ته د پراختيا وركولو پريكړه

ابوظهبي 07 جولائی (اے پی پی) متحده عرب امارات(يو اے اي) كښې د پاكستان سفير فيصل نياز ترمذي د يو اے اي كابينې چارو لپاره د مسابقت او تبادلو تجربو نائب وزير عبدالله ناصر لوطه سره دبئي كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د پاكستان سفير د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د تاريخي او ورورولۍ اړيكو ودې لپاره د شريكو رابطو زياتولي په اقدامات د نائب وزير مننه وكړه۔ابوظهبي څخه د ګل په ورځ ترلاسه پرېس رېليز له مخې دوي د جامع پرمختګ او هم آهنګۍ ماډل ته ودې وركولو له د متحده عرب امارات دور انديش قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كړې كوم چې د ټولې نړۍ پشمول ګڼو او متحرك پاكستانيانو ته موقعې وركوي۔سفير فيصل نياز ترمذي د متحده عرب امارات حكومت لخوا پاكستان د سينئر چارواكو پشمول د پلاوي كوربتوب هم وستائېلو۔پاكستاني پلاوي د متحده عرب امارات بېلو وزارتونو او چارواكو سره د جولائي په 8مه او 9مه نيټه به د شريكو تجربو په پروګرامونو كښې ګډون كوي كومو كښې به چې ګورننس او اولسي خذمات وركولو ته خاص پام كولې شي۔د ملاقات په مهال عبدالله ناصر لوطه د يو اے اي لخوا پاكستان سره مرسته او په خاص توګه ګورننس٬پبلك سيكټر كښې مسابقت او جدت طرازۍ كښې د مرستې تسلسل نه علاوه بېلو څانګو كښې د پاكستان په صلاحيتونو رڼا واچوله او د متحده عرب امارات لخوا د بشپړه مرستې د عزم پخلے يې وكړو۔دوي د يو بل تجربو څخه د استفادې كولو اهميت رامخې ته كړو دغسې چې دواړو هېوادونو ته ګټه ورسي۔سفير فيصل ترمذي ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان ټيكس محصولات صلاحيت زياتولو لپاره د متحده عرب امارات كامياب ټيكس آټو ميشن سسټمز څخه زده كړې له د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل وزيراعظم هدايت كړے چې د متحده عرب امارات سره علم او د تجربو تبادلې لپاره د يو بل موقعو څخه بشپر استفاده وكړئ۔