
پېنډۍ ۔7جولائی (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د نشان امتیاز (ملټري) وئیلي دي زمونږ د ودانۍ مرکزونو، پوځي اډو، اقتصادي مرکزونو او بندر ځايونو په نخښه کولو د كومې هم هڅې به زيات سخت ، ژور، دړد لرونكے او له فکر څخه زيات تند ځواب وركولې شي۔ جنګونه د میډیا له بیانونو، د درآمد شوي فینسي جنګي وسائلو یا د سیاسي شعارونو له لارې نه ٬ بلکې د کلک باور، پېشه ورې وړتیا، عملي سپځلتيا، د ادارو پیاوړتیا او په ملي عزم او حوصله ګټلے کېږي۔ د ګل په ورځ د آيې اېس پي آر له خوا جاري اعلامیه کښې د پاك پوځ سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د نېشنل ډيفنس پوهنتون (اېن ډي يو) اسلام آباد دوره وكړه او د نېنشل سكيورټي اېنډ وار كورس وسله والو ځواكونو فراغت ترلاسه كوؤنكو افسرانو ته يۍ خطاب وكړو۔ ګډون كوؤنكو ته د خطاب په مهال فيلډ مارشل د جنګ په بدلېدونكي كردار رڼا واچوله۔ فيلډ مارشل په سختو حالاتو كښې په پېچلو چېلنجونو په فعاله ډول قابو موندلو له د ذهني تيارۍ ٬ عملي فهم او اداره جاتي پېشه ور مهارت په اهميت زور راوړو۔ آرمی چیف د سول او ملټري ادارو ترمينځه همغږۍ ته د ودې وركولو په حاجت هم زور راوړو۔ فیلډ مارشل سيد عاصم منېر ووئيل هند د آپرېشن سندور په مهال د ټاكلو هدفونو سر كولو كښې ناكامه شو ۔ د هند په آپرېشن سندور كښې د ناكامۍ غېر منطقي توجيهات وړاندې كول په حقيقت كښې د هند د آپرېشنل تیارۍ او د سټرېټجک پوهې كمے ثابتوي۔ په آپرېشن بنیان مرصوص كښې د پاكستان په كاميابۍ كښې د هند لخوا د بهرني ملاتړ په څير تورونه غېر ذمه وار او د حقائقو په ضد دي۔ ده ووئيل په دوه اړخيزه خالص پوځي تصادم كښې نور هېوادونه شاملول د هند ناقص سياسي سوچ دے۔ د هند لخوا د دې ډول بې بنسټه بيانونو مقصد په منطقه كښې د فرضی”نېټ سکیورټی پرو وائډر” خود ساخته كردار ناكامه سوچ دے۔ ده ووئيل د هند د خود غرضه او تنګ نظره سلوك برعكس پاكستان په نړۍ كښې په اصولي سفارتكارۍ اډانه د تلپاتې همكارۍ او امن په بنياد اړيكې بحال كړې دي او خپل ځان يۍ په منطقه كښې نېټ ریجنل سټېبلائزر ثابت كړے دے۔ سر لښكر د پاكستان اصولي دريځ تكرارولو سره ووئيل د كوم هم بريد ٬ د پاكستان خپلواكۍ او سلامتيا ته د زيان رسولو هڅې يا د خلاف ورزۍ به له كوم تردد پرته خله ماتې ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل زمونږ د آبادۍ مرکزونو، پوځي اډو، اقتصادي مرکزونو او بندر ځايونو په نخښه کولو د كومې هم هڅې به زيات سخت ، ژور، دړد لرونكے او له فکر څخه زيات تند ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل دې څخه د پېدا كېدونكې تاؤ تريخوالي اصل ذمه وار به هند وي كوم چې د يو خپلواكه اتومي رياست په ضد پارونكې كارروايۍ څخه د رامخې ته كېدونكو ممكنه تباهي خپرونكو نتيجو په ادراك كولو كښې ناكامه پاتې شوے دے۔ ده ووئيل جنګونه د میډیا په بیانونو، د درآمد شوې فینسي جنګي وسائلو یا سیاسي شعارونو له لارې نه بلکې د کلک باور، پېشه ورې وړتیا، عملیاتي شفافیت، د ادارو پیاوړتیا او په ملي عزم او حوصله سره ګټلے کېږي۔ فیلډ مارشل د پاكستان د وسله والو ځواكونو په پېشه ور مهارت ٬ جذبه او جنګی تیارۍ د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔ فیلډ مارشل په فراغت ترلاسه كوؤنكو افسرانو زور راوړو چې هغوي ديانتدارۍ ٬ اخلاص او د قام خذمت لپاره په نه كمزورې كېدونكي عزم ثابت قدم پاتې شي۔ د دې نه وراندې په رسېدو د اېن ډي يو صدر سر لښكر ته تود هركلے اووې