جمو۔ 7 جولائي (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو وكشمير كښې يو هندي عسكر ځان پخپل سركاري ټوپك ويشتلو۔د كشمير ميډيا سروس تر مخه د هند پوځ 54 راشټريه رائفلز اهلكار راجوري سيمه كښې 40 كلو ميټره لرې په سولكۍ كلي كښې د كمپنۍ هيډ كوارټر دننه پخپل سركاري ټوپك ځان اووېشتلو ۔ د جارواكو وېنا ده د پیښې پلټنې پېل كړې شوي چې هغه دا ګام ولې پورته كړو۔