نائيجريا ٬ د بس او ټرك په ټكر كښې 21 كسان مړه ٬ 3 ژوبل

الوجا ۔7 جولائي (اے پي پي) د نائيجريا په كانو ايالت كښې د بس او ټرك تر مينځه ټكر كښې 21 كسان مړه او 3 ژوبل شول۔ د شنهوا تر مخه د كانو سټېټ د فيډرل روډ سيفټي كور سېكټر كمانډر محمد باتور ووئېل پیښه د كسوار ډوګو په سيمه زاريا كانوهائي سره رامخې ته شوه٬ د پیښې په ځاے لګېدلي اور دواړه ګاډي پخپله ولقه كښې اغستې دي۔