لاهور كښې 11 كلنه ډرائيور 5 كسان په ګاډي اووهل

لاهور۔ 7 جولائي (اے پي پي) د لاهور په شاهدره سيمه كښې يو كم عمره ډرائيور 5 كسان په ګاډي اووهل ۔ دا پیښه د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوه ٬ يو ځوان په هغه دم په حق ورسېد او 2 سخت ژوبل شول۔ د پیښې په ځاے ولاړو خلقو ډرائيور ونيولو او پوليس ته يې وسپارلو۔ د پوليس زريعو تر مخه د پیښې په خبر تر لاسه كېدو پوليس د پښې ځائے ته ورسېدل او د حق رسېدلي مړے او ژوبل يې نزدې روغتون ته منتقل كړل۔ د پوليس تر مخه د 10 نه تر 11 كاله عمر لرونكې ډرائيور د تند رفتارۍ له امله په موټر سائيكل ناستو كسانو ګاډې خيژولے۔ پولېس د پیښې پلټنې پېل كړې دي۔