
پېښور ۔ 07 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د آل پاكستان كمرشل اېكسپورټرز اېسوسي اېشن نمائنده پلاوي د چيئرمېن افتخار احمد په مشرۍ كښې د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې وائس چیئرمین حنان خان، پخواني چیئرمېنان حاجی مشتاق او ذوالفقار احمد، اېګزېکټو غړي فاروق زمان او راشد قدير شامل وو۔ پلاوي ګورنر اېكسپورټرز ته د پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ ده ووئيل د صوبائي حكومت لخوا په كمرشل اېكسپورټ يو فيصد کېپرا ټېکس لګولے شوے كوم چې اېكسپورټرز سره ظلم دے۔ دوئي ګورنر ته په طورخم بارډر اېکسپورټرز لپاره د ون ونډو آپرېشن او ای کامرس سره تعلق لرونكو له په پاكستان كښې د پے پال سروس پیل كولو خواست وكړو۔ پلاوي ګورنر ته د اګست په مياشت كښې د آل پاکستان اېکسپورټرز اېسوسی اېشن لخوا په ګورنر هاؤس كښې د مېډلز وركولو دستورې درخواست هم وكړو۔ ګورنر په دې موقع د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركولو سره ووئيل اېکسپورټرز ته د پېښو مسئلو او د پلاوي غوښتنو څخه به حكومت خبرولې شي۔ ده ووئيل اېكسپورټرز ته آسانۍ باوري كولو له به خپل آئيني كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل دې څخه وړاندې په جېمزسټون د اېكسپورټ پابندي ختمولو له هم وفاقي حكومت ته خواست شوے ؤ۔ پلاوي په دې موقع د وفاقي حكومت لخوا په جېمزسټون اېکسپورټ پابندي ختمولو كښې په خوښي لرلو د ګورنر فېصل كريم كنډي مننه وكړه۔