پېښور ۔ 07 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري شهاب علی شاہ او د خېبر پښتونخوا آئي جي پي ذوالفقار حمید وئيلي دي چې د ټولو مسلكونو د علماﺀ كرامو ٬ اكابرينو ٬ سوداګرې ورورولۍ او ميډيا مرستې د محرم عشرې خير وعافيت سره پايې ته رسيدو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د عاشورې په ورځ د سپریم کمانډ پوسټ کوهاټی ګېټ دورې په مهال وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د محرم الحرام عشره د ترهګرۍ په رامخې ته كېدونكو پېښو كښې خېر و عافيت سره ترسره كېدل د خېبر پښتونخوا پوليس په شمول نورو قانون نافذ كوؤنكو ادارو لپاره يو چېلنج ؤ۔ د روان كال په مهال په صوبه كښې د محرم الحرام نزدې د 9 زره واړو لويو جلوسونو او 7 زره څخه د زياتو مجلسونو اهتمام وكړے شو كومو لپاره چې د خېبر پښتونخوا نزدې 50 زره پوليس اهلكارو په شمول د نورو قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكارو خذمات ترسره كړل۔ د عاشورې ورځې په موقع امن په ځايې ساتلو او د امنيتي انتظاماتو جاج اغستلو له د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري او انسپکټر جنرل آف پولیس خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید دواړو د سپریم کمانډ پوسټ کوهاټی ګېټ دورہ وكړه۔ د دورې مقصد په صوبائي سرښار پېښور كښې د امنتيتي انتظاماتو جاج اغستل او د جلوسونو نګراني كول وو۔ د دورې په مهال دواړو اعلی چارواكو ته د ضلعی انتظامیې، پولیس او اړوندو ادارو لخوا د محرم سكيورټي پلان په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ ده د ذمه وارو افسرانو او اهلكارو د محنت ٬ تيارۍ او پېشه ورې جذبې ستائنه وكړه۔ ده په سپریم کمانډ پوسټ كښې موجود بېلو مكاتب فكر مذهبي لارښودو سره هم ملاقات وكړو۔ په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې آئي جي پي ذوالفقار حمید ووئيل د محرم ټولو جلوسونه خېر او عافيت سره خپل منزل ته رسېدلې دي۔ پولیس او ټولې امنيتي ادارې د كومې هم ناوړه پېښې مخنيوي لپاره په بشپړ ډول چمتؤ پاتې شوې۔ په پېښور كښې د محرم الحرام اولنۍ عشره كښې امنيت باوري كولو له نزدې 11 زره پوليس اهلكار تعينات پاتې شول۔ د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري د امنيتي ادارو په پېشه وره تيارۍ او بشپړ پلاننګ د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل حكومت هر ډول ممكنه وسائل كاروي دغسې چی د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كړې شي۔ دواړو چارواكو په دې موقع د ټولو امنيتي ادارو ٬ پوليس فورس ٬ مذهبي لارښودو ٬ سوادګرې ورورولۍ ٬ ميډيا نمائندګانو او امن كمېټيو مننه وكړه د كومو مرستې سره چې د محرم اولنۍ عشرې په مهال د امن صورتحال په ځاېې وساتلے شو