باجوړ، بونیر، دیر او مالاكنډ ضلع كښې د تجاوزاتو په ضد آپريشن ٬ يو شمير ودانۍ سيل كړې شوې

پېښور ۔ 07 جولائی (اے پی پی) د سوات پېښې څخه وروستو په مالاكنډ ډويژن كښې د تجاوزاتو په ضد د آپريشن رپورټ د خېبر پښتونخوا حكومت ته ترلاسه شو۔ په مالاکنډ ډویژن كښې د تجاوزاتو په ضد د آپرېشن په رپورټ كښې د ډویژن په 6 ضلعو كښې 501 کنال او سوات كښې په 203 کنال زمكه د تجاوزاتو انكشاف شوے دے۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې په باجوړ، بونېر، دیر او مالاكنډ ضلع كښې د تجاوزاتو په ضد آپرېشن وكړے شو٬ په دې مهال د مالاكنډ په 6 ضلعو كښې 61 ودانۍ سيل كړې شوې۔ د رپورټ له مخې په سوات كښې يوه ودانۍ سيل او 20 کناله څخه په زياته رقبه ودانۍ وغورځولې شوې۔ په سوات كښې 203 کناله څخه په زياته زمكه تجاوزات دي په كومو كښې چې 78 کنال کلیئر كړې شوي دي۔ په سوات كښې 8 کلومیټر څخه د زياتې رقبې حد بندي شوې ده۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په باجوړ كښې 15، بونېر كښې 9، لوئر دیر كښې 22، اپر دیر كښې 10 او مالاكنډ ضلع كښې 4 ودانۍ سيل كړې شوې۔ په مجموعي توګه 75 کناله څخه په زياته رقبه تجاوزاتو كښې راتلونكې ودانۍ ړنګ كړې شوي دي۔ د رپورټ له مخې په مالاکنډ ډویژن كښې 501 کناله څخه په زياته رقبه تجاوزات دي ٬ 162 کناله څخه په زياته رقبه تجاوزات ختم كړې شوي دي۔ 115 کلومیټره څخه د زياتې رقبې حد بندي شوې او په 54 ځايونو كښې ازغن تار لګولے شوے دے۔ په دې اړه د مالاكنډ ډويژن كمشنر عابد وزير ميډيا سره خبرو كښې ووئيل په مالاکنډ ډویژن كښې د تجاوزاتو په ضد بې پرې او سپېځلې كارروايۍ روانې دي۔ د وزيراعلی سخت هدايت دے چې چار سره دې هم رعايت ونكړے شي