سينيټر اسحاق ډار سره د اتصالات ګروپ پلاوي ملاقات٬ ډيجيټل پرمختګ يۍ خوښي ښكاره كړه

اسلام آباد۔7جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د اتصالات ګروپ يو اے اي يو پلاوي د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پلاوي مشري د ګروپ سي اي او حاتم دوئيدار كوله۔ په غونډه كښې د آئي ټي وزير سره سره د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، نېشنل کوآرډینېټر اېس آئی اېف سی، سېکرټریز آئی ټی اېنډ کامرس او پرائیوېټائزېشن او د خارجه وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ نائب وزیراعظم د پاكستان مخ په وړاندې تلونكي ډیجیټل معیشت او كاروبار دوست چاپېريال ته وده وركولو له د حكومت په عزم رڼا واچوله۔ ده اتصالات ګروپ ته د هېواد د آئی سی ټی او ټېلی کام په څانګو كښی د سرمايه كراۍ زياتولو بلنه وركړه۔ د ګروپ سی ای او حاتم دوئیدار د پاكستاني حكومت پرله پسې ملاتړ ستائلو سره د اتصالات ګروپ پاكستاني ماركيټ سره د اوږدې مودې عزم توثيق وكړو او په ډيجيټل پرمختګ او د رابطې په هدفونو كښې برخه اخستلو كښې يۍ خپله خوښي ښكاره كړه