سويډن په اسلام آباد كښې د ويزې سروسز بيا پرانسته كوي۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی)سويډن اسلام آباد كښې د ويزې سروسز بيا پرانسته كوي۔د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د جولائي په 2مه نيټه سټاك هوم كښې د پاكستان او سويډڼ خارجه وزارت ترمينځه د شوي دوه اړخيزه مشاورت نه پس سويډن حكومت اسلام آباد كښې د ويزا سروسز بيا پرانستلو اعلان كړے۔وياند ووئېل دې څخه به پاكستانيانو ته مختصر قيام لپاره سويډن ته د تللو آسانۍ ترلاسه شي۔ د جولائي 7مې نيټې 2025 څخه موثر پاكستاني وګړي تر 90 ورځو سويډن دورې لپاره پاكستان څخه شينګن ويزا لپاره درخواست وركولې شي۔وياند ووئېل پاكستان د دې مثبت پيشرفت هركلے كوي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو قوي عكاسي كوي۔ده ووئيل سټاك هوم كښې دوه اړخيزه مشاورت كښې د پاكستان پلاوي مشري(يورپ) ايډېشنل خارجه سېكرټري وكړه او د سويډن لخوا د سويډش نړيوالو چارو خارجه وزارت ډائرېكټر جنرل وكړه