اسلام آباد-د مري ايكسپرېس وے تعميراتي كار به ډېر زر بشپړ كړے شي۔عبدالعليم خان

اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان اسلام آباد څخه د مري ايكسپرېس وے اپ ګريډ كولو او د روانو تعميراتي كارونو معائنه كولو لپاره سينئر افسرانو سره دوره وكړه او د موجوده كار تندولو هدايت سره يې ووئېل مري ايكسپرېس وے به دواړو اړخو ته په ګرين بيلټس سره ښكلې كولې شي۔ ده د مري ټول پلازه”اي ټيګ”سره تړلو او د دې بيا تعمير تر 30 جولائي بشپړولو هدف وركړو او هدايت يې وكړو چې د مري ځايې استوګن به د ټول پلازې ټوكن څخه مستثنٰی وي۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل د سيالګرۍ په حېثيت مري ايكسپرېس وے د پاكستان مهمه لاره ده چرته چې نه يوازې د پېنډۍ اسلام آباد بلكې د ټول هېواد څخه راتلونكې سېلګري سفر كوي ۔ده هدايت وكړو چې په اسلام آباد مري ايكسپر وے د ښكلو لائټس ٬لينډ سكيپنګ كولو او د ښكلا نورې چارې به ډېرې زر بشپړې كړې شي او نېشنل هائي وے اتهارټي دا امر دې باوري كړي چې وګړي په دې لاره شپه او ورځ محفوظ او آسان سفر وكړي۔وفاقي وزير عبدالعليم خان د مري په ايكسپرېس وے د ښكلې والز جوړولو هدايت وكړو كومو څخه چې د دغه ځائے نه تېرېدونكو سېلګرو باندې ښه اثرات مرتب شي۔ د اسلام آباد مري ايكسپرېس وے تعميراتي كارونو جاج اخستو سره په بېلو ځايونو وګرو د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان هركلے وكړو او د ايكسپرېس وے اپ ګريډېشن عمل يې وستائېلو۔د مواصلات وفاقي سيكرټري او د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن هم په دې موقع موجود ؤ