پاکستان او هند ترمينځه خبرو اترو كښې تعمیری کردار ترسره كولو له چمتو يو۔چین

بیجنګ 07 جولائی (اے پي پي) چین وئيلي چې د پاكستان او هند ترمينځه خبرو اترو كښې تعمیری کردار ترسره كولو له چمتو يو۔چائنا ګلوبل ټیلی ویژن نیټ ورك ( سی جی ټی این) له مخې د چین خارجه وزارت وياند ماؤ ننګ د معمول پرېس کنفرنس كښې پاك هند شخړے په اړه د يوې پوښتني په ځواب ووئيل چین او پاکستان روایتی ملګري او ګاونډيان دي او دفاعی او سکیورټی نرسته د دواړو هېوادونو ترمينځه د معمول مرسته برخه چې مقصد ئې كوم دريم فریق په نښه كول نه دي۔ده ووئيل هند او پاکستان داسې ګاونډيان دي كوم چې لري كولې نشي او دواړه هېوادونه د چین مهم ګاونډيان دي۔ چین د څه مودي راهسې د هند او پاکستان ترمينځه صورتحال ته پام لرنه كوي۔چین په فعاله ډول د امن حمایت کوي او خبرو اترو ته ودي وركولو سره سيمه ايز امن او استحکام په ځائې ساتي۔