د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د پاکستان پیپلز ګوند سینئر لارښود او قومی اسمبلۍ پخواني غړي عبدالستار بچانی په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 07 جولائی (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د پاکستان پیپلز ګوند سینئر لارښود او د قومی اسمبلۍ پخواني غړي عبدالستار بچانی په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د ګل په ورځ د سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل پاکستان پیپلز ګژند د يو مخلص، وفادار، نظریاتی او سرګرم کارکن څخه محروم شوې چا چې عمر له د د اصولو سیاست ته پام لرنه كړي او په هر سخت وخت كښې د قیادت او کارمندانو سره ولاړ ؤ۔د سېنېټ چیئرمېن د ارواښاد عبدالستار بچانی سیاسی او سماجی خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ارواښاد د ګوند او اولسي خدمت لپاره هڅي به عمر له ياد ساتلے شي۔ده ووئيل عبدالستار بچانی نه يواځې يو متحرك لارښود وو بلكه د خپلي سيمي اولس مسئلو حل کولو له چمتو وو۔د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړو۔