د قبائلي ضلعو انضمام نه ختمېږي٬ په تحفظات خبره كېدې شي۔ د امير مقام پرېس كنفرنس

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د قبائلي ضلعو انضمام نه ختمېږي٬ څوك چې اعتراض لري ھغه په تحفظات خبره كولې شي، وزيراعظم په نېك نيتۍ كمېټي جوړه كړې خو په ھغې هم سياست كېږي٬ مونږ دا موقف لرو چې منظور شوي قوانين بهتر كېدے شي، په ضم شوو ضلعو سياست كول د افسوس وړ عمل دے، كوم نوې آئيني بدلون نه كېږي٬ په خېبرپښتونخوا كښې حكومتي ګوند منتشر دے، زمونږ في الحال چا سره رابطه نشته٬ په سياست كښې هر څه ممكن دي، د حالاتو له مخئ به پرېكړې كولې شي۔ د ګل په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم د پېښور دورې په مهال د ضم شوو ضلعو په اړه جرګه شوې٬ د قبائيلي مشرانو په تحفظات خبرې شوې، وزيراعظم په دې لړ كښې كمېټي جوړه كړې كومې چې ټولو ټاكلو نمائندګانو سره د رابطو پرېكړه كړې، په ضم شوو ضلعو كښې د اولس د حالت بهتر كولو هدف راكړے شوے٬ ده ووئېل ټولو سره به د مشاورت هڅې كوٶ چې د قبائيلو تحفظات لرې كړې شي٬ افسوس چې اپوزيشن د كمېټۍ د بائيكاټ پرېكړه كړې ۔ ده ووئيل د قبائلي ضلعو انضمام نه واپس كېږي٬ څوك چې اعتراض لري ھغه په تحفظات خبره كولې شي وزيراعظم په نېك نيتۍ كمېټي جوړه كړې خو په ھغې هم سياست كېږي٬ مونږ دا موقف لرو چې منظور شوي قوانين بهتر كېدې شي ، هېواد اوس ترقۍ لپاره ټېك آف كړے ٬ اپوزيشن دې راشي او په كمېټۍ كښې دې پخپلو تحفظات خبره وكړي٬ ده ووئېل اتلسم بدلون نه ختمېږي٬ د اېف سي آر پخوانے نظام نه واپس كوٶ۔ ده ووئيل په كومو قوانين چې د اطلاق مسئله وي په ھغې شريك مشاورت سره بهتري راوتللې شي، د قبائلي اولس د حقونو بهترۍ لپاره كار كول د كمېټۍ اېجنډا ده۔ ده ووئيل وزيراعظم د فاټا او جرګه سسټم پحقله كمېټي جوړه كړې ٬ چې پكښې وزيراعليٰ، ګورنر، وفاقي وزير احسن اقبال او نور غړي شامل دي، کمېټۍ د ټولو شراكتدارو پشمول پارليمنټيرينز سره هم د مشاورت پرېكړه كړې٬ د دې نه علاوه پخوانو پارلماني غړو، سياسي ګوندونو او بيورو کريټس سره د ملاقات هم پرېكړه شوې ۔ وفاقي وزير ووئيل د پخواني وزيراعظم نواز شريف په دور د فاټا انضمام شوے ٬ د دې پرېكړې د بېرته اخستو د ډنډورو ترديد كوم۔ ده پوښتنه وكړه كه فاټا سوځپږي نو ولې مونږ به مداخلت نه كوٶ؟ د پخوانۍ فاټا د اولس مسئلې حل كول غواړو۔ ده ووئيل وزيراعظم د جرګه بحالۍ اعلاميه نه ده جاري كړې بلكې د قانون او آئين له مخې ېې د جرګه سسټم د جاج اخستو خبره كړې ده۔ ده ووئيل د نوټس نه غېر د اولس ودانۍ غورځول زياتے دے، ما په كال 2008 كښې جوړ هوټل اخستے ؤ٬ زمونږ د هوټل ټولې قانوني ضابطې بشپړې دي كه دا غېر قانونې ؤ نو پخوا به ړنګ شوے ؤ ۔ امير مقام ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومتي ګوند منتشر دے٬ مونږ تر اوسه چا سره رابط نه ده كړې خو په سياست كښې هر څه ممكن دي او د حالاتو له مخې به پرېكړې كوٶ۔ په پرېس کنفرنس كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سيکرټري ظفر حسن هم موجود ٶ۔