
اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ګل په ورځ د خوراكي توكو د هېواد په كچه د صورتحال په حواله د جاج اغستو غونډې مشري وكړه ۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د تجارت وزير٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د تجارت سيکرټري او د اړوندو وزارتنونو او محكمو لوړ پورو ګدون وكړو ۔ په غونډه كښې د طلب او رسد د صورتحال ٬ د بيعې ټاكلو د رجحانات او په بازار كښې د ضروري خوراكي څيزونو شتون باوري كولو لپاره د اقدامات پلو پام وګرځولے شو۔نائب وزيراعظم د مارکيټ استحکام باوري كولو لپاره د كوټلې پاليسي اپروچ په ضرورت زور راٶړو۔ ده د فعاله منصوبه بندۍ٬ موثره نګرانۍ او د اېجنسو ترمېنځه د مرستې د لارې د صارفينو او پروډيوسرز د مفادات تحفظ لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔