وزيراعظم اېن ډي ايم اے، ريسکيو ادارو او انتظاميه ته د چمتو پاتي پاتې كېدو امر وكړو

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په اوسنو بارانونو كښې د هر ډول هنګامي صورتحال مخنيوي لپاره د اېن ډي ايم اے، ريسکيو ادارو او انتظاميه ته د چمتو پاتې كېدو امر كولو سره وئيلي دي اولس دې د صورتحال څخه په وخت خبر كړې شي او د اړوندو ادارو ترمېنځه دې روابط قوي كړې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د اباسين او نورو دريابونو خو اوشا سيمو كښې د ممكنه سېلابي صورتحال له مخې اېن ډي اېم اے، ريسکيو ادارو او انتظاميه ته په سمدستي توګه د حفاظتي انتظامات او اقدامات باوري كولو امر كړے دے۔ ده اېن ډي اېم اے ته صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټيز(پي ډي اےم ايز) سره د سېلابي صورتحال مخنيوي لپاره مرسته لا كوټلې كولو او صوبائي واكمنو او نورو اړوندو ادارو سره نزدې روابط قوي كولو هم امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتھارټي (پي ټي اے) دې اولس خبر ساتلو لپاره ټول ترلاسه ذريعو ته حقيقي او تازه صورتحال رسول باوري كړي۔ وزيراعظم ووئيل د تربيلا ډيم د سپل وے آپريشن څخه د اباسين په كوزو ضلعو كښې د سېلاب زياتېدو اندېښنه ده٬ د ټولو صوبو انتظاميه دې د سېلابي صورتحال له مخې اولس په ښه ډول خبرولو لپاره كمپائن روان اوساتي ۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې نيشنل ايمرجنسي آپريشن سنټر (اېن اي او سي) دې د ميډيا د لارې غېر د محفوظ او لږو محفوظو سيمو وضاحت وكړي٬ چرته چې د لوړې درجې٬ مېنځنۍ درجې او د لاندې درجې سېلاب خطر دے دغسې چې اولس په وخت خبر كړے شي۔ وزيراعظم د صوبو انتظاميه ته هم د هر ډول صورتحال د وخت نه وړاندې مخنيوي لپاره د خپلو تيارو بشپړولو او اېن ډي اېم اے ته د دې امر باوري كولو امر هم وكړو۔