بيجنګ 07 جولائي (اے پي پي) د جون په پائې كښې د چين د زرمبادله پانګې 33 کھرب 17 اربه 40 کروړه ډالرو ته رسېدلې دي۔ د چائنا ګلوبل ټيلي ويژن نيټ ورك (سي جي ټي اېن) د چين سټيټ ايدمنسټريشن آف فارن ايکسچينج د شمېرو تر مخه ووئيل د جون كال 2025 تر پائې د چين د زرمبادله پانګې 3.3174 ټريلين امريکائي ډالرو ته رسېدلي كومو كښې چې د مئي تر پائې 32.2 ارب ډالره يا 0.98 فيصده اضافه شوې ٬ په جون كښې د لويو معيشتونو د ميکرو پاليسو، د معاشي پرمختګ امكانات او نور عواملو په سبب د امريكائي ډالر انډېكس كم شو او د نړيوالو مالياتي اثاثو په بيعه كښې په مجموعي توګه اضافه شوې ده۔