نړۍ له به په غزه كښې د اسرائيلي نسل وژنې مخنيوي لپاره اقدامات كول وي٬ د برازيلي صدر بركس غونډې په موقع بيان

ریو ډی جنیرو ۔7 جولائی (اے پی پی) د برازیل صدر لوئز اناسیو لولا ډا سلوا تاكيد كولو سره وئيلي دي چې نړۍ له به په غزه كښې د اسرائيلي نسل وژنې مخنيوي لپاره اقدامات كول وي٬ د انډېپنډنټ اردو له مخې ده دا بيان تېره ورځ په ریو ډی جنیرو كښې د 11 رامخې ته كېدونكو معيشتونو لارښودو غونډې په موقع وكړه۔ ده د چين ٬ هند او نورو هېوادونو لارښودو ته خپل خطاب كښې ووئيل مونږ د اسرائيل لخوا په غزه كښې د روانې نسل وژنې ٬ د بې ګناه وګړو بې درېغه وژل كېدو او د لوږې د وسلې په توګه د كارول كېدو په ضد بې حسه پاتې كېدې نه شوو۔ په غزه كښې د فلسطين د روغتيا وزارت له مخې د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې تر دې دمه 57 زره څخه زيات فسطيني وګړي شهيدان شوي دي په كومو كښې چې زياتره مېرمنې ٬ كوچنيان او عام وګړي دي۔ د وډیو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو سره د روسيه صدر ولادیمیر پیوټن برکس هېوادونو څخه د قدرتی وسائلو، لاجسټکس، تجارت او مالیات په شمول په بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو زور راوړو۔ برکس يو نړيوال اتحاد دے كوم چې د نړۍ په رامخې ته كېدونكو معيشتونو مشتمل دے۔ دا لفظ د 5 هېوادونو د نومونو اولنو حرفونو څخه جوړ كړې شوې دې په كومو كښې چې برازیل، روسيه، انډیا، چین او جنوبی افریقا شامل ده۔ دا اتحاد تر ټولو وړاندې په كال 2006 كښې رامخے ته شوے ؤ او دې كښې يوازې څلور هېوادونه برازیل، روس، انډیا او چین شامل و۔ په كال 2010 كښې په دې كښې سوئيلي افريقا شامل كړې شوه او په كال 2024 كښې په دې كښې ایران، مصر، سعودی عرب، متحدہ عرب امارات او نور هېوادونه شامل كړې شول۔ دغسې برکس اوس په 11 یا دې څخه په زياتو هېوادونو مشتمل دے۔ او دې ته كله كله بركس پلس وئيلې شي۔ برکس هېوادونه د نړۍ نزدې د 40 فیصد آبادۍ او 25 فیصد نړيوال معيشت نمائندګي كوي