پېنډۍ۔7جولائی(اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) د 26-2025 ډومېسټک سیزن بشپړ شېډول جاري كړے دے په كوم كښې چې د هر يو فارمېټ مقابلې شاملې كړې شوي دي۔ د سيزن پېل به د اګست په 15 مه نېټه حنیف ټرافۍ څخه كيږي او د پاكستان تر ټولو لويې فرسټ کلاس ټورنامنټ “قائد اعظم ټرافی به 22 ستمبر څخه تر 7 نومبر په اسلام آباد او پېنډۍ كښې كولې شي۔ د پي سي بي له مخې حنيف ټرافۍ كښې به ټول 12 لوبډلې ګډون كوي او دا مقابلې به په كوئټه او كراچۍ كښې كيږي۔ په ټورنامنټ كښې به دوه لوبډلې قائد اعظم ټرافۍ كښې كواليفائي كوي په كومه كښې به چې په مجموعي توګه 8 لوبډلې برخه اخلي۔ قومي ټی 20 ټورنامنټ به د كال 2026 مارچ مياشتې اولنۍ نېټې څخه تر 12مې نېټې په فېصل آباد كښې كيږي۔ په ډومېسټک سیزن كښې د انډر 15، انډر 17 او انډر 19 ریجنل ټورنامنټس هم شامل دي۔ ډائرېكټر ډومېسټک کرکټ آپرېشنز اے خرم نيازي وئيلي چې ریجنل او ډیپارټمنټل کرکټ ته يو ډول اهميت وركولے شي