ډيډ لائن ختم، ګن شمير كډوال په ایران افغانستان پوله راغونډه شول٬ هنګامی صورت حال، د ملګرو ملتونو رپورټ

ملګري ملتونه 07 جولائي (اے پي پي)د ایران د اړخه د هېواد پرېښودلو لپاره د وركړې شوي ډیډلائن ختميدو له امله ګڼ شمير افغان كډوال په افغانستان پوله راغونډ شوي۔د فرانس خبر رسني ایجنسۍ اے ایف پی له مخې ملګرو ملتونو وئيلي دي افغانستان ته د تللو ډيډ لائن څخه څو ورځي وړاندې ایران څخه ګڼ شمير افغان كډوال په پوله راغونډ شوي چې ورسره په پوله’هنګامي ‘ صورت حال پیدا شوے۔ د مئی په آخر كښې ایران غیر رجسټرډ افغانانو ته تر 6 جولائی د هېواد پرېښودلو سپارښتنه كړې وه۔چارواكو ووئيل دې پريكړې سره به ایران كښې مېشته 60 لکهه افغانانو كښې په ممکنه توګه 40 لکهه متاثره شي۔د كډوالو په اړه د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سی آر وئيلي وو ’جون مياشت كښې په پوله د تلونكو شميره زياته شوي۔ادارې له مخې ’01 جولائی 2025 څخه اسلام قلعه څخه 43 زره څخه زيات كډوال د افغانستان لويديز ولايت هرات ته رسيدلې۔د ملګرو ملتونو ادارې انټرنېشنل آرګنائزیشن فار مائیګریشن (آئی او ایم) وئيلي دي ’جون كښې 2 لکهه 50 زره څخه زيات افغان كډوال ایران څخه افغانستان ته رسيدلې دي۔ سږ كال ایران او پاکستان څخه 14 لکهه افغان كډوال افغانستان ته ستانه شوي۔ملګرو ملتونو د افغان كډوالو كوربتوب كوونكو هېوادونو باندې زور راوړے چې داسې حالاتو كښې دې هغوي په زبردستۍ افغانستان ته ونه لېږلې شي۔