د لوډ شيډنګ او كم وولټيج ګېلې دې سمدستي ختمې وكړې شي : د خيبر پښتونخوا ګورنر

پېښور ۔ 07 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي واپډا چارواكو ته هدايات كړے چې د ظالمانه لوډ شېډنګ او كم وولټېج ګېلې دې سمدستي ختمې كړې شي۔ ګورنر هاؤس پېښور څخه د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ګورنر د پېسکو چارواكو په غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې واپډا چارواكو ګورنر ته په ډېرہ اسماعیل خان كښې د رېكوري ٬ د نوې ګرډ اسټېشنز جوړونې ، فېسکو سره د بلونو مسئلو او نورو چارو په اړه بريفنګ وركړو۔ فېصل كريم كنډي ووئيل په پېسکو كښې د ضروري بھرتيانو نه كېدو له كبله سروسز اغېزمن كيږي او دا محكمې او اولس دواړو سره زياتې دے۔ ده په دې اړه وفاقي حكومت ته د چيټۍ ليكلو هدايت وكړو۔ ده امر وكړو چې د بند کورائی ګرډ اسټېشن مشینري دې زر تر زره ولګولې شي دغسې چې ګرډ سره د تړلو صارفينو د لوډ شېډنګ او كم وولټېج شكايتونه لرې كړې شي۔ ده ووئيل په لوډشېډنګ كښې دې دې خبرې ته پام وكړے شي ډې چې د اوبو منصوبې اغېزمندې نه شي ٬ په سختۍ ګرمۍ كښې ځينې سيمې د اوبو كمي سره مخ پاتې كیږي دا مسئله هم بايد حل كړې شي